نای کیا ایشیا: د پاکستان له لارې د یو کمربند یوه لار پروژه له خنډ سره مخامخ شوې

ارشیف

نای کیا ایشیا:

جاپانۍ خپرونه نای کیا ایشیا لیکي، د۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو سفیر یې په پېکېنګ کې منلی او ممکن د دې علت دا وي چې د یو کمربند یوه لار پروژې د ګټو د خوندیتوب لپاره غواړي چې په کابل کې د واکمنو طالبانو ملاتړ خپل کړي.

پېکېنګ په کابل کې د جمهوري نظام په وخت هم هڅه کوله چې د پاکستان له لارې د یو کمربند یوې لارې له پروژې سره افغانستان وصل کړي.

د نای کیا ایشیا اوونیزه چې د اسیا او نړۍ پر اقتصادي مسایلو تمرکز کوي، وړاندې څرګندوي چې د پاکستان له لارې د یو کمربند یوه لار پروژه له خنډ سره مخامخ شوې ده.

خپرونه یې علت د پاکستان امنیتي مشکلات یادوي او دا خبر هم ورکوي چې ایټالیا اعلان وکړ چې د پاکستان د امنیتي ستونزو له امله له دې پروژې په شا کېږي.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني روانه میاشت دا خبره وکړه چې دې پروژې هغسې نتیجه ورنه کړه لکه څرنګه چې یې تمه کېده.

خپرونه وړاندې لیکي چې د پاکستان په قراقروم لویې لارې وروستي خونړي برید په سیمه کې امنیت ته اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

په ګلګت بلتستان کې پر لویه لار د ډسمبر په درېیمه له خونړي برید وروسته چې د پوځیانو په ګډون نهه تنه په کې ووژل شول، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د مسافرو بسونه به تر دې وروسته امنیتي ځواکونه بدرګه کوي.

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونه بیا د جنوبي اسیا په اړه د یوه اوږده مطلب په یوه برخه کې لیکي چې د ۲۰۲۳م کال په ترڅ کې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ په ورځ پسې خراب شو.

د خپرونې په باور له کله چې طالبانو کابل نیولی او له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د اسلام اباد د سولې خبرې ناکامه شوې، له افغانستان سره د پولې په اوږدو د پاکستان دننه امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ په راولپینډۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو د قوماندانانو په غونډه کې دا اندېښنه څرګنده شوه چې په ګاونډي هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو پټنځایونه او له هغوی سره نوې پرمختللې وسلې د پاکستان سلامتیا له خطر سره مخامخ کړې ده.

اسلام اباد په کابل کې واکمن طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

ډیپلومات خپرونه لیکي چې د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان پرېکړه وکړه چې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې دې پرېکړې د کابل او اسلام اباد اړیکې کړکېچن کړي او د یوه پراخ بشري بحران سبب شوې ده.