د چین سینهوا اژانس نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد د خلکو ملي کانګرس دونګ جون د دفاع وزیر په توګه وټاکه.
دا جګپوړی پوځي افسر د لي شینګفو په ځای تعیین شو.
لي شینګفو د اکټوبر په میاشت کې له دفاع وزارته برطرفه شو او د اګست له ۲۹مې وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
لوېدیځې رسنۍ خبر ورکوي چې له لي شینګفو او یو شمېر نورو جګپوړيو پوځي افسرانو د اداري فساد له امله تحقیقات روان دي.