ترکیه کې د افغانستان د راتلونکي فکري فورم غونډه؛ یلدریم: نړیوال دې افغانستان نه منزوي کوي

د استانبول یوه څنډه

د ترکیې په استانبول کې 'د افغانستان د راتلونکي فکري فورم' اتمه غونډه کې پر افغانستان خبرې وشوې.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د پروني خبر له مخې په دې غونډه کې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او د ترکیې همکاریو بنسټ یې کوربانه وو، د تېر جمهوري نظام ځینو چارواکو، مدني فعالانو او نورو څېرو برخه درلوده.

د خبر له مخې په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د پرمختیا او کارموندنې پر موضوع بحث وشو.

د ترکیې د همکاریو بنسټ مشر بولنت یلدریم غونډې ته په خبرو کې ویلي، دولتونه، ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې افغانستان نه منزوي کوي او اقتصادي، سیاسي یا ډیپلوماتیک بندیزونه دې نه لګوي.

په غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو هم ګډون کړی و.

د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په ترکیه کې تر دې مخکې هم د افغانستان د تېر نظام چارواکو او د طالبانو د حکومت سیاسي مخالفانو ځینې غونډې کړې دي.