که څه هم د افغانستان په تودو سيمو کې د کوکنارو د نوي فصل وخت رارسېدلی دی، خو له بزګرو سره بیا هم د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي.
کال وچ دی ډېری بزګرو تر دې مهاله د کښت په اړه پرېکړه نه ده کړې او ځمکې يې شاړې پاتې دي.
په دې اړه د زراعت له کارپوه محمد ایوب رفيقي سره مرکه شوې او له ده څخه پوښتل شوي چې ولې د کوکنارو پر کښت تر یوه کلن بنديز وروسته بیا هم له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي؟ ایا د بديل کښت په برخه کې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ همغږي شته؟
رفيقي لومړی له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر نیت خبرې کوي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5