طالبانو د سالنګ لویه لاره د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستله

د سالنګ لویې لارې یوه څنډه

د ټولګټو وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د هر ډول موټرو پرمخ د سالنګ لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته لېږل شوی، ویلي دغه لار پرون پنجشنبه د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

هغه وویل: "د سالنګ لویه لار له دواړو لوریو د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله مسافروړونکو موټرو پرمخ په نورمال ډول پرانیستل شوه. د لوړ توناژ لرونکي باروړونکي موټرونه د مهالوېش له مخې په نوبت سره پر لار تګ راتګ کولی شي."

د سالنګ لویه لار چې کابل له ۹ شمالي ولایتونو سره نښلوي، تېره اوونۍ د وړو موټرو پرمخ پرانیستل شوې وه.

دغه لار د څلورو میاشتو لپاره د بیارغونې له کبله تړل شوې وه چې تېره اوونۍ پرانیستل شوه.