بلوچ: پاکستان لا هم له افغانستان سره ډیالوګ او مذاکرو ته ژمن دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امن او سرحدي مسایلو په تړاو د طالبانو له چارواکو سره مذاکرو او تماسونو ته دوام ورکوي.

د دغه وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ پرون پنجشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هېواد یې تل غواړي افغانستان د سیمې په تجارت او انرژۍ کې ارتباطي سرچینه وي.

هغې وویل: "پاکستان په دوامدار ډول د یوه سوه ییز، سوکاله، باثباته او متصل افغانستان لپاره خپل تمایل څرګند کړی او غواړي افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او انرژۍ د ارتباطي سرچینې په توګه ظهور وکړي. پاکستان د افغانستان د وضعیت په باب په غونډو او هغو میکانیزمونو کې برخه اخیستې چې هدف یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ و. پاکستان لا هم له افغانستان سره ډیالوګ او مذاکرو ته ژمن دی."

پاکستان په وروستیو کې څو- څو ځلې تور لګولی چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په استفاده په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، هغه تور چې د طالبانو حکومت رد کړی دی.

په وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' افراطي وسله‌والو په پاکستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.