د ډنمارک د مهاجرت او په ټولنه کې د کډوالو د جذب وزیر کاري دیباواد بیک وايي چې د ۳۰۲۳ کال د ونډې په توګه یې ۲۰۰ کډوال منلي دي.
اروپايي اتحادیې نن په خپله شینګین ویزه، ویبپاڼه کې د دغه ډنمارکي چارواکي په قول ویلي چې دا کډوال، چې اکثره یې د افغانستان او اریتیریا اتباع دي، د روانډا په کمپونو کې اوسېدل.
د ډنمارک د مهاجرت او په ټولنه کې د کډوالو د جذب وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سږ کال هم د ډنمارک له لوري په منل شویو کډوالو کې لومړیتوب د تېر کال په شان ښځو او ماشومانو ته ورکړل شوی دی.