د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د ټرانس افغان پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه.
ازبکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر الهام محکم اوف له خپل طالب ساري حمیدالله اخوندزاده سره په تاشکند کې د افغانستان له لارې له پاکستان سره د ازبکستان د رېللارې د وصلېدو پر لارو چارو او نورو دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې افغانستان، ازبکستان او پاکستان له مزارشریف څخه د پاکستان تر پولې د رېللارې د جوړېدو موافقه وکړه، خو د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته دا پروژه د څه مودې لپاره هېره شوه.
د سږ کال په دوبي کې د طالبانو حکومت له پاکستان او ازبکستان سره د دې پروژې د پیلېدو په اړه له سره خبرې وکړې.
د دې ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې جوړېدو ته څه باندې څلورنیم میلیارد ډالره پهکار دي، خو تراوسه پورې هیڅ پانګوونکی حاضر شوی نه دی چې په دې پروړژه کې پانګونه وکړي.
ازبکستان له قطر څخه غوښتي چې په ترانس افغان پروژې کې پانګونه وکړي.