ترکیې په سوریې او عراق کې د 'پي‌کې‌کې' په څه باندې ۷۰ هدفونو حملې کړي

ارشیف: د سوریې په یوه څنډه کې له بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي

د ترکیې دفاع وزارت وايي چې په سوریه او عراق کې یې د 'پي‌کې‌کې' یا د کردستان د کارګرو ګوند په څه باندې ۷۰ هدفونو حملې کړي دي.

د ترکیې دفاع وزارت پرون چهارشنبې د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې دا بریدونه یې په عراق کې د خپلو ۱۲ سرتېرو د وژل کېدو په ځواب کې کړي دي.

د ترکیې دفاع وزیر یاشار ګولر په یوه ویدیويي پیغام کې چې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یې خپور کړی؛ ویلي، د ترکیې په وروستیو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږترلږه ۵۹ وسله وال وژل شوي او د خپلو سرتېرو غچ یې اخیستی دی.

'پي‌کې‌کې' تراوسه پورې د ترکیې د حملو په اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې ۱۲ عسکر د جمعې په ورځ د عراق په شمال کې د 'پي‌کې‌کې' له وسله‌والو سره په نښته کې ووژل شول.