د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، په عراق کې د امریکايي ځواکونو د روانې اوونۍ د هوايي حملو هدف د امریکا پر تاسیساتو او کارکوونکو د ایران د نیابتي ډلو د بریدونو مخنیوی و.
بایډن د متحدو ایالتونو کانګریس ته په یوه لیک کې چې خبر یې پرون چهارشنبې خپور شو، لیکلي: "دا هوايي بریدونه د امریکا او د هغې د متحدانو خلاف د پر له پسې حملو د مخنیوي په نیت شوي دي."
ده همداراز لیکلي چې د امریکا متحد ایالتونه چمتو دي چې د ضرورت په صورت کې د ګواښونو او حملو په ځواب کې تر دې هم پراخ او مناسب اقدامات وکړي.
د دوشنبې په ورځ په عراق کې د امریکا هوايي بریدونه د ولسمشر بایډن په مستقیم امر وروسته له دې وشول چې د عراق په اربیل کې د امریکا پر یوې اډې د بې پېلوټه الوتکې برید وشو.
په دې برید کې ۳ امریکايي پوځیان ژوبل شول.