د شمالي کوریا مشر له خپل ګونده د جګړې لپاره د تیاري غوښتنه کړې

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اونګ

د شمالي کوریا رسنیو نن خبرورکړ چې د دې هېواد مشر کیم جونګ اونګ له خپل ګوند غوښتي چې د خپل توغندویي پروګرام په ګډون د جګړې لپاره تیاری ګړندی کړي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې کیم جون اونګ دغه څرګندونې د روان کال په ورستۍ غونډه کې کړې دي.

تر دې څرګندونو یوه اوونۍ مخکې هغه خبرداری ورکړی چې که یې هېواد ته د اټومي وسلې ګواښ وشي، پیونګ یانګ به یې پر وړاندې په غچ اخیستونکي اټومي برید کې زړه نازړه نه‌شي.

دا په داسې حال کې چې جنوبي کوریا، جاپان او متحده ایالاتو سږ کال د پیونګ یانګ له خوا د وسلو د ترسره شویو آزموینو پر وړاندې په خپلو کې دفاعي همکاري زیاته کړې ده.