د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې سبا جمعه د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيلوي.
د دوی لومړنۍ لوبه د افغانستان په وخت سبا ماسپښین درې نیمې بجې د شارجې ښار په سټډیوم کې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ د مهالوېش له مخې د افغانستان او اماراتو لوبډلې د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه او درېیمه هغه د جنورۍ په دویمه نېټه ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې له متحدو عربو اماراتو سره دوه غیر رسمي لوبې هم درلودې چې دواړه هغه افغان لوبډلې وګټلې.