اسراییل ته د ایران خبرداری: د 'رضا موسوي' د وژنې غچ اخلو

رضا موسوي په سوریه کې د اسراییلو د میزایلو په برید کې تېره دوشنبه وژل شوی دی.

د ایران د سپا پاسداران انقلاب ځواکونو د چهارشنبې په ورځ اسراییلو ته خبرداری ورکړ چې خپله یا یوه متحده ډله به یې د دوی د لوړپوړي قومندان رضا موسوي د وژنې غچ واخلي.

دغه ایرانی جنرال د تېرې دوشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې د اسراییلو د میزایلو په برید کې ووژل شو.

د اسراییل پوځ ویلي چې د بهرنیو رسنیو د راپورونو په اړه تبصره نه کوي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د سپا پاسدران انقلاب ویاند رمضان شریف د غچ اخیستنې د چمتوالي خبرداری ورکړی دی.

د اسراییل پوځ په وروستیو کلونو کې په سوریه کې د ایران په اړونده اهدافو سلګونه بریدونه ترسره کړي دي.