لاوروف: روسیې او هند د پوځي تجهیزاتو د ګډ تولید د طرحو په خبرو کې د پرمختګ احساس کړی

د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د هغه هندی سیال سوبرامانیام جی شنکر د روغبړ پر مهال

روسیې او هند د پرمختللو پوځي تجهیزاتو د ګډ تولید د طرحو په خبرو کې د پرمختګ احساس کړی دی.

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون چهارشنبه له خپل هندي سیال سوبرامانیام جی شنکر سره تر لیدو کتو وروسته وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې لاوروف په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د یورایشیا د لویې وچې له امنیت سره مرسته کوي.
جی شنکر ویلي چې هغه او روسي سیال یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې، د اوکراین پر شخړو او د غزې پر وضعیت هم بحث کړی دی.

له کله چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روسیه پر اوکراین د یرغل له کبله د لوېدیځ له بندیزونو سره مخامخ ده، هند د روسیې یو عمده اقتصادي ملګری پاتې شوی دی.