نواز شریف د پاکستان د څلورم ځل صدراعظمۍ لپاره کاندید شو

نواز شریف او لور یې مریم نواز

د پاکستان د مسلګ لیګ (ن) ګوند وایي، پخوانی صدراعظم نواز شریف به په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې د دې ګوند له خوا د څلورم ځل لپاره د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید وي.

نوازشریف چې درې ځلې یې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې او لکه د نورو صدراعظمانو په څېریې هیڅ یوه بشپړه کړې نه ده، په لندن کې له څلورو کلونو جلا وطنۍ وروسته د روان کال په اکتوبرمیاشت کې بیرته پاکستان ته ستون شو.

نوموړی چې په فساد تورن او د بند له سزا سره مخامخ و، پاکستان ته له ستنیدو وروسته د استیناف محکمې هغه ته برائت ورکړ.

د محکمې دې فیصلې نوازشریف د پارلمان د یوې څوکۍ لپاره د نوماندۍ وړ وګرځاوه.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د مرکزي او ایالتي پارلمانونو لپاره انتخابات د راتلونکې کال د فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه وشي.