د پاکستاني ډیپلوماتانو غونډه؛ دوی له افغانستان سره پر اړیکو بحث کوي

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان یو شمېر ډیپلوماتان راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې د یوې درې ورځنۍ غونډې پر مهال له افغانستان سره پر اړیکو خبرې کوي.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، چین، ترکیې، امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او روسیې لپاره د پاکستان د سفیرانو په ګډون په شلو هېوادونو کې د پاکستان سفیران او یو شمېر نور ډیپلوماتان برخه واخلي.

اسلام اباد په کابل کې واکمن طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ملاتړ کوي، دې ډلې په وروستیو کې په پاکستان کې بریدونه زیات کړې دي.

په اسلام باد کې د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انسټېټیوټ د راپور له مخې سږ کال په دغهَ هېواد کې د پروسږ کال په پرتله اووه شپېته په سلو کې بریدونه زیات شوې دي.