په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین ضمانت منظور کړی، خو د هغه یوه مدافع وکیل ویلي چې هغه په یوه بله دوسیه کې پولیسو ته سپارل شوی دی.
د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي ادریس پښتین نن د ورځې په لومړیو کې د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي وو چې د ترهګري ضد محکمې په دوو قضیو کې د منظور پښتین ضمانت منلی او دوی ته دې په تمه ده چې قاضي یې سندونه لاسلیک کړي، ترڅو هغه راخوشې شي.
خو د منظور پښتین یوه مدافع وکیل ایمل خان منډوخیل نن مشال راډیو ته وویل چې محکمې نوموړی په یوه بله قضیه کې د دوو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.
منظور پښتین د ډیسمبر پر څلورمه د بلوجستان د پولیسو له خوا په چمن کې هغه مهال ونیول شو چې په دې ښارکې یوې احتجاجي غونډې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره هغې سیمې ته روان وو.
نوموړی وروسته د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.