نتنیاهو بیا د حماس ډلې پر ځپلو ټینګار کړی

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په غزه کې د اوربند ټینګیدو په اړه بیا یو لړ شرطونه وړاندې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې په غزه کې یوازې هغه مهال اوربند ټیګیدلی شي چې حماس ډله له منځه یوړل شي، سیمه " بې وسله والو " شي او فلسطیني ټولنه له افراطیته ووځي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله وال ترهګر ګڼي.

والسټریټ ژورنال په دې اړه خپله تبصره کې د نتنیاهو څرګندونې د جګړې د سختیدو خبرداری یاد کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو درنو بمباریو غزه سخته ویجاړه کړې ده.

له دې سره هم مهاله، په غزه کې د اوربند ټینګیدو لپاره نړیوال فشار په زیاتیدو دی.

د غزې جګړې په منځني ختیځ کې ترینګلتیا زیاته کړې او اندېښنه ده چې له دې سیمې به ناندرۍ نورو ته هم وغځیږي.

د اسراییل صدراعظم دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د ملګرو ملتونو چارواکو د کرسمس په ماښام د غزې د کډوالو د یوه کمپ بمباریو کې د بشپړو کورنیو د وژل کیدو د " بوږنونکیو " پېښو راپور ورکړی دی.