ملګري ملتونه: په بادغیس کې ۱۵۰ نجونې د انګلیسي او کمپیوټر له کورسونو فارغې شوي

عکس تزییني بڼه لري

ملګری ملتونه وايي، په بادغیس کې له سلو زیاتې نجونې د انګلیسي ژبې د زده کړې او کمپیوټر له کورسونو څخه فارغې شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن په یوه خبرپاڼه کې پر خپلې ایکس شبکې يا پخواني ټویټر وايي، دې ادارې د یوې بلې موسسې په مرسته، د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر له کورسونو ۱۵۰ نجونې فارغې کړي دي.

واک ته د طالبانو له ستنېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي او د تېر کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځول شوې.