ايرعربيه هوايي شرکت افغانستان ته بيا الوتنې پيلوي

د ايرعربيه يوه الوتکه

کابل ته د فلای دوبۍ د هوایي شرکت د الوتنو له پیلېدو وروسته د ایرعربیه هوایي شرکت هم کابل ته خپلې الوتنې له سره پیلوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلوېزیون په دوبۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې قونسلګرۍ له قوله ویلي چې د متحده عربي اماراتو دغه هوایي شرکت به د کابل او شارجې ترمنځ الوتنې له سره پیل کړي.

ايرعربیه پرافغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

د معلوماتو له مخې دغه شرکت به د راتلونکې کال د جنورۍ میاشتې په لسمه کابل ته الوتنې بیا پیل کړي.

د دې هوایي شرکت د الوتنو له پیلېدو سره د دې احتمال شته د هوایي شرکتونو ترمنځ سیالي زیاته او په نتیجه کې د ټکټونو بیې راټیټې شي.