طالبان: په بغلان کې د نړیوال بانک په مرسته۵۵۰ کیلومتره سړکونه رغول شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بغلان موقعيت

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وایي چې په روان کال کې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې ۵۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه رغول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په دغو ولسوالیو کې دغه سړکونه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ رغول شوي او شاوخوا درې لکه او ۲۷ زره اوسېدونکي به ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

باختر آژانس دغه راز د لوګر د مرکز پل علم اړوند شلک سیمه کې هم د یوه چکډم د جوړېدو خبر ورکوي او وایي، د ۵۰ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي دغه چکډم چې د نهو میاشتو په موده کې د خوړو د نړیوال پروګرام په مالي مرسته جوړ شوی، د ۱۳۰۰ مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.