قزاقستان: په ۲۰۲۳ کال کې مو ډېره مرسته له افغانستان سره کړې

ارشیف

قزاقستان وایي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ډېره بشري مرسته له افغانستان سره کړې ده.

د قزاقستان د کازینفورم خبري آژانس د راپور له مخې قزاقستان په دې کال کې ټولټال د ۳۱۰ میلیارده ټینګې په اندازه بشري مرسته له تاجکستان، افغانستان او قرغزستان سره کړې ده.

د راپور له مخې استانه له افغانستان سره د ۲۱۶ میلیارده ټینګې چې شاوخوا ۴۷۲ میلیون امریکایي ډالر کېږي، په اندازه بشري مرسته کړې ده.

له تاجستان سره د دې هېواد د مرستو اندازه څه باندې ۷۷ میلیارد ټینګې او له قرغزستان سره یې د څه باندې ۱۶ میلیارد ټینګې ښودل شوې.

له افغانستان سره د قزاقستان د مرستو په ترڅ کې دې آژانس د تلې په میاشت کې د هرات له زلزله ځپلو سره د قزاقستان د ولسمشر له خوا د شاوخوا ۱۶۵۹ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې د ژمنې خبر ورکړی و او ویلي وو چې د غنمو، وريجو، غوړیو، شیدو،کمپلو، جامو او کټونو په شمول دغه مرستې چې د رېلګاډي پټلۍ له لارې په اولسو واګونونو کې باروې افغانستان ته ورسېدې.