د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو پرون دوشنبې ژمنه وکړه چې د حماس پر وړاندې به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، جګړې ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه ژمنه داسې مهال وکړه چې پرون په غزه کې د وژل شویو له سلو د زیاتو فلسطینیانو لپاره د ویر مراسم نیول شوي وو.
د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا دوی د شپې له خوا د اسراییل په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.
نتنیاهو د خپل لیکود ګوند له مقره وکیلانو ته وویل چې تراوسه ډېره لیرې ده چې جګړه دې پای ته ورسېږي.
نتنیاهو هغه راپورونه چې ګواکې حکومت به یې په بشپړه توګه د جګړې د بندولو اعلان وکړي او ده هغه د رسنیو ګونګوسې وبللې، رد کړل.
د اسراییل صدراعظم زیاته کړه اسراییل به له پوځي فشارونو پرته د پاتې یرغمل شویو په خوشې کولو کې بریالی نه شي.
د راپورونو له مخې تراوسه له سلو زیات یرغمل له سخت دریځې حماس ډلې سره دي.
دې ډلې د اکټوبر په اومه د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.
حماس څو اوونۍ مخکې له اسراییل سره د موقت اوربند په ترڅ کې د اسراییل له زندانونو د یو شمېر فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې په لسګونو یرغمل آزاد کړل.