په افغانستان کې د شپږمو ټولګیو نجونو خپل فراغت په اوښکو ونمانځه

په افغانستان کې د يوه ښوونځي زده کوونکې چې د طالبانو له بنديز سره سم له زده کړو محروم کړای شوې او له همدې امله اوښکې تويوي.

په افغانستان کې د شپږمو ټولګیو نجونو خپل فراغت په اوښکو ونمانځه، ځکه دا د طالبانو په حکومتولۍ کې د هغوی د تعلیم وروستی کال دی.

د بهاره روستم په نوم یوې ۱۳ کلنې زده کوونکې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، همدغه میاشت یې شپږم ټولګی خلاص کړ، خو وایي بیا به د ټولګي مخ نه ګوري.

نوموړې وړاندې ویلي، د ژوند لویه هیله یې دا ده چې ښوونکې شي، خو زیاته کړې ده چې د ښونځي نه دوام یې دغه هیله سخته کړې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له بیا رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تر دویم اعلان پورې بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه کې له کار او تعلیمه د نجونو محرومول د اندېښنې وړ وبلل.