'ډبلیو ایف پي' په روان سخت ژمي کې له افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړه

ارشيف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' څانګې د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په روان سخت ژمي کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه نړیوال پروګرام پرون یکشنبه ډسمبر۲۴مه په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې د افغانستان خلک تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړتیا لري.

د 'ډبلیو اف پي' په خبره افغانستان د نړۍ له هغو اتو هېوادونو څخه دی چې خوراکي توکي په کې کم دي او خلک یې هم له سخت ژمي او لوږې سره مخ دي.
یاد پروګرام دغه راز لیکلي چې دغه پروګرام د بودیجې د نشتوالي له امله اړ شو چې لس میلیونه افغانان له خپلو خوراکي مرستو څخه وباسي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د عامه اړیکو مشر فلیپ کروف د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په روان کال کې په افغانستان کې میلیونونه کسان د دوی له مرستو برخمن شوي خو بیا هم د اړو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.