اسراییل په غزه کې د خپلو ۱۴ نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د اسراییل پوځ نن اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې د روانې جګړې پر مهال ۱۴ نور سرتېري هم وژل شوي دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، دغه سرتېري د جمعې او شنبې په ورځو د غزي په مرکزي او جنوبي برخو کې وژل شوي.

د اسراییل د پوځ راډیو خبر ورکړی، څلور سرتېري یې هغه وخت ووژل شول چې د ټانک ضد یو راکټ یې پر موټر ولګېده، نور سرتېري په څو جګړو کې وژل شوي دي.

اسوشېټېډ پریس اژانس زیاتوي چې په غزه کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې د اسراییل د وژل شویو سرتېرو شمېر په ټوله کې ۱۵۳ ته رسېدلی دی.

د حماس افراطي ډلې خلاف د اسراییل حملې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه، پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې په غزه کې د جګړې په نتیجه کې تر ۲۰زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوي نه دي.