امریکا: د روسیې د سیاسي مخالفانو د زنداني مشر ناوالني برخلیک ته مو اندېښنه ده

تصویر له ارشیفه

د امریکا متحدو ایالتونو د شنبې په ورځ د روسیې د سیاسي مخالفانو د زنداني مشر الکسي ناوالني د برخلیک په باب اندېښنه وښوده.

د ناوالني په باب د ډسمبر میاشتې له لومړیو کوم احوال نه شته.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپله ایکس شبکه یا (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې واشنګټن د الکسي ناوالني د ساتلو د ځای په باب سخته اندېښنه لري.

هغه زیاته کړې چې ناوالني له نږدې درېیو اوونیو راهیسې د روسیې د زندانونو په سیسټم کې تری تم دی.

بلېنکن زیاته کړې چې د امریکا متحد ایالتونه یو وار بیا غواړي ناوالني سم د لاسه خوشې شي او روسیه په دغه هېواد کې د خپلواکو غږونو دوامداره ځپل ودروي.

روسي چارواکو په دې باب تبصره نه ده کړې.