اوچا: په ۲۰۲۴ کې به له ۲۲ میلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړ وي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره(اوچا)

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي اټکل کېږي چې په ۲۰۲۴م کال کې چې څو ورځې ورته پاتې دي، په افغانستان کې شا و خوا ۲۳ ملیونه او ۷۰۰زره کسان بشري مرستو ته اړ وي.

اوچا، بشري اړتیاوو ته د ځواب ورکولو په طرحه کې چې پرون یې خپره کړې ویلي، دغه شمېر کسان د افغانستان د وګړو څه باندې نیمايي برخه جوړوي.

دغې ادارې ویلي له ګاونډیو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول له پاکستانه په ډله ییز ډول د بې اسناده افغانانو اخراج هم په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.

د دې ادارې د اټکل له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې به ۱ اعشاریه ۴۶ ملیونه نور افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه کړای شي.

پاکستان د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج شدید کړی دی.

د راپورونو له مخې. له پاکستانه د ستنو کړل شویو افغانانو شمېر نږدې پنځه سوه زرو ته رسېدلی دی.