د روسیې په راتلونکو ټاکنو کې د پوتین رقیب معرفي شو

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین

د روسیې کمونیست ګوند پرون شنبه (د ډسمبر ۲۳مه) ۷۵ کلن نیکولای خاریتونوف د روسیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولادمیر پوتین د رقیب په توګه معرفي کړ.

په پام کې ده په روسیه کې دغه ټاکنې په راروانه مارچ میاشت کې وشي چې ولسمشر پوتین هم ورته کاندید دی.

خاریتونوف د ۲۰۰۴م کال په ټاکنو هم د پوتین په وړاندې سیالي کړې وه او ۱۳ اعشاریه ۷ فیصده رایې یې ګټلې وې. د پوتین رایې ۷۱ اعشاریه ۳ سلنه وې.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون پرون شنبه اکاترینا دونیڅووا په راروانو ټاکنو کې له سیالۍ منع کړه، هغه په اوکراین کې د سولې غوښتونکې وه.

دغه کمیسیون د هغه څه په باب خبرې کړي چې د دونیڅووا د کاندیداتورۍ په درخواست کې تېروتنې ګڼل شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې تمه کېږي چې پوتین په راحتۍ دغه ټاکنې وګټي، ځکه مسکو له کلونو راهیسې په ټاکنو او سیاسي صحنو کې د سیاسي مخالفانو د ګډون مخه نیولې او دوی یې څنډې ته کړي دي.