د مدیترانې سمندرګي د لارو د تړلو په اړه د سپاه پاسداران د یوه قومندان خبرداری

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د ایران د سپاه پاسداران یو قوماندان وايي، که د امریکا متحد ایالتونه او متحدان یې په غزه کې د ده په ټکو خپلو جنایتونو ته دوام روکړي، دا کار د مدیترانې سمندرګي د لارو د تړل کېدو سبب کېدی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران رسنیو پرون شنبه (د ډسمبر ۲۳مه) د سپاه پاسداران د مرستیال همغږي کوونکي، محمد رضا نقدي په وینا دا راپور ورکړی دی.

هغه وضاحت نه دی ورکړی چې دا کار به څنګه کوي.

ایران د افراطي ډلې حماس ملاتړ کوي، دغه ډله د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا تروریستي سازمان ګڼل کېږي.