حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو د منع شویو زده کړو د بیرته پيل غوښتنه وکړه

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو وار بیا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د نور تعلیم پر دوام ټینګار وکړ.

د ښاغلي کرزي په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې پرون شنبه لیکل شوي چې هغه د بېلابېلو ولایتونو له ځینو دیني عالمانو او متنفذینو سره په کتنه کې هیله ښودلې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور زده کړو زمینه برابره او د هغه په وینا افغانستان پرمختګ وکړي.

ښاغلي کرزي تر دې مخکې هم د نجونو د تعلیم او تحصیل پر حق ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له نور تعلیمه منع شوي دي.

د طالبانو حکومت کال مخکې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو تحصیل منع اعلان کړ.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس تېره اوونۍ د طالبانو د پوهنې وزارت په وینا راپور ورکړی چې طالبانو ویلي، نجونې په هر عمر کې کولی شي، د افغانستان په دیني مدرسو کې درس ووايي.

پر دغه اعلان د بشری حقونو د څار سازمان انتقاد وکړ.

په دغه بنسټ کې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار وویل، د نجونو مدرسې نه شي کولی چې د ښوونځیو ځای ونیسي او دا د منلو وړ کار نه دی.