د غزې وضعیت ته غبرګون؛ ایران: د مدیترانې سمندر ټولې لارې تړو

له ارشیفه د امریکا او ایران بیرغونه

د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو یو قومندان وايي، که چېرته امریکا او متحدان يې په غزه کې خپلو ­"جرایمو" ته د پای ټکی کېنیږي دوی به د مدیترانې سمندر ته ټولې ورغلې لارې وتړي.

ایراني رسنیو نن د (ډیسمبر ۲۳) دا خبره کړې، خو په دې اړه چې دې سمندر ته ورغلې لارې به څنګه تړل کیږي، نور جزییات يې نه دي ورکړي.

ایران د حماس ډلې، هغه چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د یوې تروریستي سازمان په توګه پیژني ملاتړ کوي.

د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو واشنګټن تورن کړی چې په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو ملاتړ کوي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د محمد رضا نقدي له قوله لیکي، امریکا او متحدان دې د مدیترانې سمندر او د اوبو د نورو لارو د تړل کېدو په تمه وي.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، ایران د سیمې له هغوو هیوادونو ده چې د حماس په ملاتړ تورن ده.