ګوتریش: غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۳۶ تنو ته ورسېد

د غزې له تازه تصویرونو

په غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل شویو کارکوونکو شمېر له سلو واوښت.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش نن پر خپلې ایکس شبکې(پخواني ټویټر) لیکلي، په غزه کې په تېرو ۷۵ ورځو کې زموږ ۱۳۶ همکاران وژل شوي او ډېر شمېر يې اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د ګوتریش په خبره، دوی د ملګرو ملتونو په تاریخ کې دا ډول مرګ ژوبله نه ده لیدلې.

ښاغلي ګوتریش په خپل پیغام کې د ملګرو ملتونو هغو کارکوونکو ته درناوی ښودلی چې په غزه د عامه خلکو د ملاتړ لپاره خپل ژوند ته خطر مني.

په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په ګډون د نورو بېړنیو مرستو رسوونکو سازمانونو کارکوونکي او ډېر شمیر خبریالان هم وژل شوي دي.