یو شمېر امریکایي استازي: افغان میندې له لوږې خپلو ماشومانو ته نشه یي ګولۍ ورکوي

تصویر له ارشیفه

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت ډېرې مېندې دې ته مجبورې کړي چې خپلو ماشومانو ته د ارامېدو لپاره د انټي هسټامین په نوم درمل ورکړي.

دا درمل چې نشه راوړونکي دي، د مسومیت لپاره کارول کېږي.

دې کمېټې پرون ناوخته خبرپاڼه کې زیاته کړې، په افغانستان کې همدا اوس له ۱۲ میلیونه زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي، ۳ میلیونه ماشومان سختې خوارځواکۍ نیولي او د بودجې د کمښت له امله له ۱۰ میلیونه بې‌‌وزله افغانانو سره د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون د مرستندویه ادارو بېړنۍ مرستې هم بندې شوي دي.

د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په خبرپاڼه کې د هغو ۲ میلیونه کورنیو د بد وضعیت یادونه هم شوې چې سرپرستې یې ښځې کوي.