امنیت شورا: د غزې ملکیانو ته دې بېړنۍ مرستې ورسول شي

د غونډې یوه څنډه

د ملګرو ملتو امنیت شورا پرون یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې په غزه تړانګه کې ملکیانو ته د سمدستي مرستو د رسولو غوښتنه شوې ده.

په دې پرېکړه لیک کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د جګړې د دریدو په اړه څه نه دې ویل شوي.

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې وړاندې شوي پریکړه لیک ته له پنځلس غړیو دیارلسو موافقه رایه ورکړه.

د امریکا د متحد ایالتونو او روسیې استازیو دې پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.