روغتیایي چارواکي: غزه کې د فلسطینیانو تازه تلفات له ۲۰ زرو واوښتل

د غزې د جګړو یوه څنډه

اسوشیتد پریس اژانس په غزه کې د روغتیایي مسوولانو په وینا خبر ورکوي چې د فلسطنیانو تلفات تر شلو زرو واوښتل.

وروسته تر دې چې د اکتوبر په اوومه حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني، د اسراییل دننه دولس سوه تنه ووژل او په لسګونو کسان یې برمته کړل، اسراییل پر غزې پراخ عملیات پیل کړل چې د ملګرو ملتونو په وینا ،د تېرو یوولسو اونیو په ترڅ کې د غزې نژدې پنځه اتیا فیصده خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

اسرییل پرون هم په زرګونو فلسطنیانو ته خبرداری ورکړ چې له خپلو کورونو ووځي چې عملیات کوي.

اسراییل وایي تر هغو به دا جګړه د حماس پرضد روانه وي چې دا وسله واله ډله یې یو مخ ځپلې نه وي او خپل کسان یې د حماس له یرغمل کېدو نه وي خلاص کړي.