هیدر بار: د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو پر ځای مدرسې د منلو نه دي

هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله وایي، د افغان نجونو لپاره مدرسې په هیڅ ډول د ښوونځيو پر ځای د منلو نه دي.

هیدر بار دا خبره پرون وروسته تر دې وکړه چې تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي وو چې په مدرسو کې د نجونو لپاره د عمر محدودیت نشته او د هر عمر نجونې په مدرسو کې زده کړې کولی شي.

هیدربار په خپله ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې په یوه بل پيغام کې ویلي دي، هغه هېواد به څه راتلونکې لري چې ماشومان یې یوازې افراطي شیان لولي.