د روسیې یو دیپلومات: د طالبانو حکومت سره اړیکې پراخوو

د مسکو یو تصویر

د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې د یوه بحث پر مهال د جمعې په ورځ یوه روسي دیپلومات ټینګار وکړ چې طالبان دا وړتیا لري چې له دوی سره ځیني تړونونه وشي.

د روسي رسنیو په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د برخې یوه مسوول تیموفي بولیکوف وویل چې په کابل کې له سرپرستې ادارې سره د روسیې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

ښاغلي بولیکوف زیاته کړه چې روسیه د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې له طالبانو سره اړیکي پراخوي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له طالبانو بیا- بیا د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کوله، خو د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په پرونۍ غونډه کې دا مساله یاده نه شوه.