د ملګرو ملتونو خبرداری: د اسراییل او حماس جګړه غزه له قحطۍ سره مخامخوي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو انځور

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د اسراییل او حماس افراطي ډلې ترمنځ جګړه، غزه له قحطۍ سره مخامخوي.

دا خبرداری داسې وخت ورکول کېږي چې تمه کېږي د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه د یوه پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، د دې پرېکړه لیک هدف د فلسطینیانو قلمرو ته د بشري مرستو زیاتول دي، خو د اوربند غوښتنه په کې نه ده شوې.

د نړۍ پر لوږې د څار سیستم چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، د اطلاعاتو له مخې چې پرون خپاره شوي، په غزه کې څه باندې نیم میلیون وګړي د غمیزې په څېر شرایطو سره مخامخ دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه نېټه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي چې په غزه کې د جګړې له کبله څه باندې ۲۰زره کسان وژل شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.