طالبان: د هر عمر نجونې په دیني مدرسو کې د زده کړې اجازه لري

ارشیف: په افغانستان کې د یوې مدرسې انځور

د طالبانو د پوهنې وزارت پرون ویلي، د هر عمر نجونې په دیني مدرسو کې د زده کړې اجازه لري.

تر ډېره په دغو مدرسو کې هلکان درس وايي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس پرون پنجشنبه راپور ورکړی چې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد ورته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، د دولت تر ولکې لاندې مدرسو کې د نجونو پر عمر کوم محدودیت نه شته.

د ده په وینا یوازېنی شرط دا دی چې نجونې د هغوی عمر ته په پام سره په ټولګیو کې کېنول شي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، ملګرو ملتونو داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې نجونې کولی شي په دیني ښوونځیو کې چې په مدرسو مشهور دي، تعلیم وکړي.

اوتنبایووا ویلي، دا معلومه نه ده چې په دغو مدرسو کې معیاري تعلیمي نصاب تدریسېږي که نه او دا هم څرګنده نه ده چې څو نجونې دغو مدرسو ته ځي.

څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او تر یوه کال زیات وخت کېږي چې په پوهنتونونو کې یې د نجونو او ښځو تحصیل هم منع کړی دی.