ایراني چارواکو په نیمروز کې ۲۰۰ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

ارشیف: له ایرانه افغانستان ته ډیپورټ یا استول شوی افغان کډوال

په نیمروز کې د طالبانو محلي چارواکي د ایران د زاهدان له یوه توقیفځای څخه افغانستان ته د ۲۰۰ نورو افغان بندیانو د لېږد خبر ورکوي.

د نیمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پرون په یوه اعلامیه کې د نیمروز د بهرنیو ارتباطاتو د رییس مولوي یار محمد حقیار په وینا ویلي چې دغه ۲۰۰ افغان بندیان د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله په ایران کې نیول شوي وو چې په نیمروز کې د طالبانو چارواکو ته وسپارل شول.

حقیار ویلي چې تېره اوونۍ هم ۱۹۳ بندیان تر خوشې کېدو وروسته نیمروز ته ستانه شوي دي.

ویل شوي، په تېرو څو میاشتو کې په ۹ پړاوونو کې ۴۸۰ تنه بندیان له ایرانه نیمروز ته ستانه کړای شوي دي.