د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا نن جمعه ویلي، د دغه هېواد چارواکو په ۳۲ ولایتونو کې ۳۰۴ کسان له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په شک نیول شوي دي.
یرلیکایا په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، اکثریت مشکوک کسان د ترکیې په درېیو لویو ښارونو انقره، استانبول او ازمیر کې نیول شوي دي.
د هغه په وینا، په دې اړه په ټوله ترکیه کې عملیات شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر لیکلي چې دوی به هېڅ تروریست ته اجازه ورنه کړي چې د سولې او د خلکو د یووالي په وړاندې سترګې پرانېزي.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ۲۰۱۴م کال کې د عراق او سوریې پر زیاتو برخو ولکه ټینګه کړې وه، خو وروسته ډېره وځپل شوه، دغې ډلې بیا هم خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.
داعش ډلې په ترکیه کې هم یو لړ حملې کړي چې په هغو کې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې حمله شامله ده چې په نتیجه کې یې ۳۹ کسان وژل شوي وو.