ابراهیم: د اعتیاد له امله کار نه شم کولای او اوس د کورنۍ د اوږو بار یم

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د کابل ولایت اوسېدونکی ابراهیم چې د انګریزي ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ او اوس د معتادینو د درملنې په یوه روغتون کې بستري دی وايي چې تر نشې مخکې يې د انګرېزي ژبې په بېلا بېلو کورسونو کې تدريس کاوه او ښه معاش يې اخیست، خو یوولس کلنې نشې له تدریس څخه ایستلی او اوس د خپلې کورنۍ د اوږو بار دی.

دی وايي چې اوس خلک د استاد نه، بلکې د نشه يي په سترګه ګوري.

ابراهیم ولې او څنګه معتاد شو، لومړۍ نشه یې له څه شي څخه پیل کړه او د اعتیاد له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ دا به خپله د ده له خولې واورئ.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ابراهیم سره مرکه