د هنګري صدراعظم د دوه اړخیزې غونډې لپاره د اوکراین د ولسمشر بلنه منلې

اوربان د ډسمبر په ۱۰مه د ارجنټاین د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په څنډه کې له زیلینسکي سره د لنډو خبرو پر مهال له دې سفر سره موافقه وکړه.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان وايي، د دوه اړخیزې غونډې لپاره یې د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي بلنه منلې ده.

دوی به تر ډېره په اروپايي ټولنه کې د اوکراین پر یوځای کېدو بحث کوي.

دا به د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ لومړۍ غونډه ده.

اوربان پرون د ډسمبر په ۲۱مه په بوداپست کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هغه د ډسمبر په ۱۰مه د ارجنټاین د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په څنډه کې له زیلینسکي سره د لنډو خبرو پر مهال له دې سفر سره موافقه وکړه.

اخوا تېره اوونۍ د اروپايي اتحادیې په غونډه کې، اوربان د کییف لپاره د پنځوس میلیارد یورو د مرستې له تصویب سره مخالفت وکړ.

اوربان د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه یوازېنی حکومتي مشر و چې له دې وړاندیز سره یې مخالفت کړی دی.

اروپايي ټولنه د دغه ډول وړانديز د تصويب لپاره د خپلو غړو تر منځ اتفاق ته اړتيا لري.

خو اروپايي ټولنې ته د اوکراين د الحاق په اړه د خبرو د رايې ورکولو پر وخت اوربان له مجلسه ووت او د تصویب چانس یې ورکړ.