په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د هغوی همکارو موسسو په بامیان ولایت کې د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ د ودې او د ژوند د فرصتونو د زیاتوالي په هدف یو سوداګریز مرکز پرانیست.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې دا مرکز ۲۰ دوکانونه لري او د ښځو لخوا اداره کېږي.
افغان سوداګرو ښځو د ملګرو ملتونو له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو اړوندې ادارې ادارې ویلي وو، د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونو د عاید د پیدا کولو فرصتونه کم کړي دي.
د هغې سروې له مخې چې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې له خوا تر سره شوې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځو ویلي چې د عاید پیدا کوونکو فعالیتونو د ترسره کولو توان یې کم شوی دی.