الکوزی: له کراچۍ د بندو کانټینرونو ډېره برخه افغانستان ته د رسېدو په حال کې ده

د کراچۍ بندر یوه څنډه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د راګیرو پاتې شویو کانټینرونو ډېره برخه افغانستان ته د رسېدو په حال کې ده.

د دې خونې یوه مسوول خان جان الکوزي پرون پنجشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "درې نیم زره شاوخوا کانټینرونه بار شول او اکثر یې افغانستان ته د رسېدو په حال کې دي. یوازې د ۴۰۰ کانټینرونو چې ممنوعه مواد په کې دي او پاکستان په منفي لېست کې شامل کړي، برخلیک تراوسه نه دی معلوم."

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادۍ راډيو ته ویلي، په کراچۍ بندر کې د پاتې کانټینرونو شمېر ۴۲۰ ته رسېږي چې د خوشې کېدو لپاره يې خبرې روانې دي.

اسلام‌اباد د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفې سربېره یې د ۲۲۰ قلمه توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

افغان سوداګر چې د کراچۍ په بندر کې یې سوداګريز توکي بند پاتې دي، ادعا کوي چې د پاکستان دا اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف دی او باید ژر تر ژره دې د دوی ستونزې هوارې شي.