په اسراییل کې یوې ډلې د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خلاف شکایت ثبت کړی

په تل ابیب کې د لاریون کوونکو انځور. دوی له سره صلیب نړیوالې کمېټې وغوښتل چې د حماس له منګلو د دوی برمته شوي کسان راخوشې کړي.

د اسراییل د مدافعانو یوې ډلې پرون وویل چې په غزه کې یې د یرغمل شویو اسراییلیانو په خلاصون کې د نه اقدام له کبله د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خلاف قانوني شکایت ثبت کړی دی.

د شهرات هادین په نوم دغه ښي اړخي بنسټ په بیت المقدس کې د ۲۴ یرغمل شویو کسانو د کورنیو په استازیتوب دغه شکایت درج کړی دی.

دغه بنسټ د سره صلیب پر نړیواله کمېټه انتقاد کړی چې د ادعاوو له مخې نه دی توانېدلی په غزه کې د اختطاف شویو اسراییلیانو د کتنې او د هغوی د خوندیتوب لپاره خپل اخلاقي مسوولیت ادا کړي.

د حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

له هغې وروسته په غزه کې جګړه پیل شوه، خو د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د ځینو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول.