مدرسو کې د هر عمر نجونو ته د زده کړو اجازه؛ یوناما د دې موضوع د تایید په لټه کې دي

ارشیف: په کابل کې د یوې دیني مدرسې څنډه چې نجونو په کې زده کړې کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا وایي، دوی د هغه څه د تایید په لټه کې دي چې ویل کېږي طالبان د هر عمر نجونو ته په دیني مدرسو کې د تعلیم اجازه ورکوي.

نوموړې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور ورکولو پر مهال وویل، تراوسه مشخصه نه ده چې مدرسې څه اصول او مقررات لري، سټنډرډ تعلیمي نصاب لري او که نه او عصري علوم تر کومه حده په کې دي.

په افغانستان کې په معمولي ډول هلکان تر ډېره مدرسو کې دیني زده کړې کوي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي او له همدې کبله د نړیوالو له غندنې سره مخامخ دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د روزا اتونبایوا په حواله لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو د ارزونې په حال کې دی او د دولتي مدرسو تعلیمي نصاب هم له سره ګوري.

اتونبایوا دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې د زده کړو کیفیت د اندېښنې وړ دی.