د بخښنې نړیوال سازمان په اسلاماباد کې له اعتراض کوونکو بلوڅانو سره د پولیسو له خوا په شوي زورزیاتي اندېښنه ښودلې ده.
د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر یوه اعلامیه کې ویلي، داسې ویډیوګانې یې ارزولي چې ښيي پولیس اعتراض کوونکي په سوټیو وهي او اوښکې بهونکی ګاز او اوبه پرې شیندي.
په اعلامیه کې راغلي چې لسګونه اعتراض کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه بلوڅ احتجاج کوونکي چې د پلازمېنې پر لور یې سلګونه کېلو متره لاریون کړی دی، اسلام اباد ته په رسېدو د پولیسو له خوا تیت او پرک شول.
اعتراض کوونکو د پاکستان له حکومته له محکمې پرته د وژل شویو او تري تم شویو بلوڅانو لپاره د عدالت غوښتنه کوله.