امیري: طالبانو د نیمايي وګړو خوبونه له منځه وړي او د راتلونکې نسل لرلید یې پیکه کړی

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، طالبانو یو کال مخکې افغان ښځې له پوهنتوني زده کړو منع کړې، د هېواد د نیمايي وګړو خوبونه یې له منځه وړي او د ټول هېواد اقتصادي ثبات او له هیلو ډک راتلونکې پر لور یې د راتلونکې نسل لرلید پیکه کړی دی.

هغې بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې: "موږ باید په کلکه د افغانستان له خلکو په تیره له نجونو او ښځو سره ودرېږو ځکه هغوی له موږ غواړي چې له دغو سیاستونو سره مقابله وکړو او په یاد ولرو چې دغه سیاستونه د افغانستان له فرهنګ سره اړخ نه لګوي بلکه هغه د طالبانو ایدیالوژي ده."

پرون چهارشنبې د ډسمبر ۲۰مه یو کال پوره شو چې په افغانستان کې د پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړل شوي دي.